About Us
Contact Us
Poetry
Mataloona
History
Islam
Fun

 

ډيروګرانو لوستونکواو خوږوليدونکو

دنارنج ګل پاڼه خپلواکه،ناپېيلې او په هيڅ کوم سيا سي ګوند يا ډلې ټپلې پورې اړه نه لري. زموږ موخه يا (هدف)د ګران افغانستان بډای فرهنګ ته خـــدمت دی. دنارنج ګل پا ڼه په پښتــــو او دري ژبو خپرونې کوې.په دې پاڼه کې د هر ذوق د خـــاوندانو لپـــاره په زړه پــوري مطالب په نظــر کـې نيول شوي دي.د ساري په ډول داسلام دسپېـــڅلي دين په هکله معــلومـات ،دکتــابونــو معرفي او خپرول، د تنکيو ځوانانو او ماشومانو دسالمي مشغولا په خاطر تفريحي پروګرامونه،دشعر او ادب په برخه کې د متلونو نه بيا تر ټوکو ټکالو پورې،د مقالو او ادبي پارچــونه درواخلئ بيــا تر لنډو کيســـو،داستـــان،آزاد شعــر،نظـــم او غــزل پـــورې،همــــدارنګه د ښـــو دکلمـــاتورانو په خــوږو آوازونو کې دخوږو نِظمونو او اشعـــارو دکلمـــې،د ټنک ټکور په برخه کې دکليوالي نه نيولې بيــا تر کلاســـيکه موسيقې پورې.
! ګرانو دوستانو

موږ مخکې وويل چې موخۀ مو افغاني فرهنګ ته خد مت دی ځکه له ټولو ښاغــلو ليــکوالو شاعرانو،مؤرخينو،هنر مندانو او دفرهنګ د ټولو مينانو دزړه له کومې او په در ناوي هيله کوو چې خپلې مقالې،ادبي پارچې،لنډې کيسې او خپل کتابونه او شعرونه انځوريز کليپونه د نشر لپاره د پاڼي په پستي پته راواستوي په پاي کې بايد څرګنده کړو چې زموږ د نارنج ګل پاڼه نوې غوړيدلې ده او بې شکه به د ډيرو نيګړتياوو څخه خالي نه وي بيا هم ستاسې مرستې ته سترګې په لاره يو ستاسو سالمې نيوکې ،وړانديزونه زموږ دلارې راڼه مثالونه دي هيله ده چې پر موږه ئې ولورو

په ټوله فرهنګی مينه
دنارنج ګل پاڼې دچلوونکو له خوا

 

زمونږ په اړوند
زمونږ پته
 شعرونه
 متلونه
تاريخ
 اسلام
 دخندا نړی
 
Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved