درجـه زما د بخـت لــوړتـراســمان دی
چې قايم مې سرپه غېـږدخپل جانان دی
رب ســاتلی يم داهـــاړغــرمــونه امــن
په تنـدي مې دعـادل ســايه ګــردان دی
په تش لفـظ باندې ســړی نه پښـتونېږي
دپښتـــون واړه کارونـــه دمــــردان دی
داصفت يـــوازې زمــا نه دی چـې وايم
دې صفت کې شامل ټول افغانسـتان دی
چې يي مـوروي په دې خـاوره زيږولي
کـه په هــرژبه ګـويا وي خو افغـان دی
که خيرخواه دوطن نه وي ملنــګ جانه
خلص داچې نه افغـان او نه انســان دی